شاهزاده پاریس

هغه څوک چې له باندې ورته ګوري

دا مقاله هڅه کوي هغه تعصبونه روښانه کړي چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه د بهرنیانو په لیکنو کې موجود دي. په حقیقت کې د افغانستان په اړه اکثره موجودې تاریخي سرچینې همدغو بهرنیانو لیکلې دي. په دې لیکنو کې یو شمېر تکراري نظرونه لیدل کېږي، لکه استعماري غرور (ځان لوړ ګڼلو) او دا تصور چې افغانستان د وحشي او بې متمدنه ختیځ وروستې ځای دی چې په ۱۹مه پېړۍ کې یې د دوو اروپایي استعماري ځواکمنو هېوادونو پر وړاندې مقاومت کړی و. همدارنګه، ډېری لیکوالان افغانستان د یو عجیب او په زړه‌پورې (اگزوتیک) ځای په توګه هم انځوروي.
مقاله هڅه کوي چې د بېلابېلو متني او انځوریزو موادو له بېلګو څخه په استفادې، وښيي چې دا تاریخي سرچینې افغانستان څنګه په یوه تحریف شوې بڼه انځوروي. دا کار له موږ سره مرسته کوي هغه تعصبونه وپېژنو چې تر ننه د افغانستان په اړه په لیکنو کې شته او لا هم د دې هېواد او کلتور په اړه زموږ په فکر او نظر اغېزې لري.
آروییونه: افغانستان، تاریخ‌ لیکنه (تاریخي سرچینې، نقد، افسانې) اورینټالیزم، اروپامحوریت

سریزه: هویت، تاریخ او د بهرني نظر ستونزه

ملت‌جوړونه نن سبا په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده او له همدې امله د افغانانو «ملي هویت» بیا مطرح شوی دی. ځکه چې افغانستان د قومونو او ژبو له پلوه ډېر متنوع هېواد دی او ګډ کلتور او ژبه پکې بسنه نه کوي نو خلک تر ډېره د خپل ګډ تاریخ له مخې سره یوځای کېږي. دا ګډ تاریخ شاوخوا په تېرو دوه نیمو پېړیو پورې اړه لري او له ۱۷۴۷ کال څخه پیل کېږي، کله چې د دراني امپراتورۍ بنسټ کېښودل شو.
که موږ وروستۍ پېښې له پامه وغورځوو او یوازې پر هغه وخت تمرکز وکړو چې د ۱۸مې پېړۍ له منځ څخه تر ۲۰مې پېړۍ پورې د افغانانو ګډه تاریخي تجربه بلل کېږي نو د دې دوو پېړیو تاریخ لیکل له جدي ستونزو سره مخامخ کېږي.د افغانستان د تاریخ‌لیکنې اساسي ستونزه دا ده چې هغه سرچینې چې پرې تکیه کېږي، له تعصب او اغېز څخه خالي نه دي. دا لیکنه یوه لومړنۍ او محدوده هڅه ده چې په تېرو څو پېړیو کې د افغانستان په اړه د لوېدیځو سرچینو تحریفونه وپېژني.
کله چې یو تاریخپوه له دې موادو سره کار کوي نو له دې واقعیت سره مخ کېږي چې که څه هم افغانستان د استعمار له بشپړ واک څخه تر ډېره خوندي پاتې شوی، خو بیا هم د ۱۸مې پېړۍ راهیسې د دې هېواد د تاریخ ډېری لیکلي او انځوریز مواد د بریتانوي مشاهده‌کوونکو، یا په عمومي ډول د لوېدیځوالو له لوري برابر شوي دي، په ځانګړي ډول د ۱۹۰۰ کال شاوخوا او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې. د افغانستان په اړه د وروستیو پېړیو ډېر مهم او بډایه مواد د هېواد نه بهر په ارشیفونو کې ساتل کېږي، په داسې حال کې چې د هېواد دننه ارشیفونه تر ډېره تر نن ورځې پورې د لاسرسي وړ نه دي.
شته مواد دا ډول دي: د بهرنیو سیلانیانو او پوځیانو خپاره شوي او نا خپاره شوي یادښتونه، رسمي راپورونه او پټ اسناد، لاس‌ لیک شوې نقشې، لومړني انځورونه او عکسونه. دا ټول په هغه وخت پورې اړه لري چې له اروپایانو سره د هغه وخت د کابل د سلطنت اړیکې د ۱۸مې پېړۍ له وروستیو څخه زیاتې شوي(۲). ډېری معلوماتي لیکنې د ۱۸۳۰مو کالونو پورې اړه لري، هغه وخت چې لومړۍ انګلیس – افغان جګړې ته زمینه برابرېده او همدارنګه د ۱۸۳۸–۴۲ او ۱۸۷۸–۸۰ کلونو د بریتانوي جګړو په دورې پورې تړلي دي. له دویمې جګړې وروسته، ډېر لږ بهرنیان کابل ته تلل، هغه هم د امیر عبدالرحمان او امیر حبیب‌الله (۱۹۰۱–۱۹۱۹) په بلنه. په ۱۹۲۰مو کالونو کې چې هېواد یو څه پرانیستل شو، د بهرنیانو شمېر زیات شو.
د دغو بهرنيو د لیدلورو ستونزه دا وه چې لوېدیځو نندارچیانو د دې وړتیا نه لرله چې هغه څه چې یې لیدلي، په سم او دقیق ډول درک کړي او بیا یې په رښتیني بڼه وړاندې کړي. د دوی لیکنې له استعماري تعصبونو او پټو اروپا‌محوره نظریو ډکې دي. دا هماغه نظریې دي چې د دې دورې په اوږدو کې موجودې وې او ایډوارډ سعید هڅه کړې وه چې په خپل مشهور (خو جنجالي) کتاب اورینټالیزم کې یې رد او نقد کړي(۳). د ۱۷۵۰ او ۱۹۵۰ کلونو ترمنځ د افغانستان په اړه لوېدیځې سرچینې په ښکاره ډول دا تمایل ښيي چې هغه څه ناسم درک او ناسم بیان کړي چې دوی تجربه کړي دي، نو ځکه د دوی معلومات تل په مستقیم ډول د باور وړ نه دي. خو د افغانستان په اړه، ځانګړي ډول چې د استعمارشوې آسیا په منځ کې د «ختیځ کلتور» وروستی سنګر بلل کېده، دا استعماري سرچینې یوازې له منفي او سپکو اشارو ډکې نه دي، بلکې دوی د «وحشي افغانستان» کیسې هم ډېرې غټوي او د عجیبو او نادرو څیزونو په لټه کې وي. سربېره پر دې، د ډېرو لیکنو تمرکز پر ماجراوو او غیر عادي پېښو وي، نه پر عادي ژوند او واقعي حالت. دا اسناد عموماً بشپړ او سم انځور نه وړاندې کوي، ځکه چې ډېر وخت په عجیبو شرایطو کې لیکل شوي او بې ‌نظمه او سرسري ترتیب شوي دي.
پرته له شکه، استعماري اتنوګرافي (د خلکو او کلتورونو مطالعه) کولای شي ګټور معلومات راکړي، که چېرې پکې موجود تعصبونه لرې شي. خو ستونزه دا ده چې پوه شو کوم معلومات باید جلا شي، حقیقت تر کومه ځایه دی او تعصب له کومه ځایه پیلېږي او یا دا چې لیکوال چیرې د خپلو رومانتيکو (خیالي او احساساتي) نظریاتو ښکار شوی دی. د افغانستان، افغانانو او د هغوی د کلتور په اړه د لوېدیځو پخوانیو نظرونو مطالعه ډېره مهمه ده، ځکه چې له دغو نظرونو څخه ډېری یې تر نن ورځې لا هم موجود دي. سربېره پر دې، دا غلط او خیالي انځورونه تر یوې اندازې د افغان اشرافو له خوا هم منل شوي وو او نن ورځ عام خلک هم ترې اغېزمن شوي دي. له همدې امله، دا نظرونه نه یوازې دا ټاکي چې نور خلک افغانانو ته څنګه ګوري، بلکې دا هم تر اغېز لاندې نیسي چې افغانان خپله ځان څنګه ویني(۴). د دې موضوع د پېچلتیا له امله، دا مقاله یوازې د بېلابېلو شته سرچینو له منځه د څو بېلګو په راوړلو یو عمومي (تصویري) نظر وړاندې کوي.

استعماري تعصب

یو ډېر څرګند نظر چې نږدې په ټولو هغو سرچینو کې لیدل کېږي چې بهرنیانو لیکلې دي، هغه څه دي چې «استعماري تعصب» ګڼل کېدای شي. د دې دورې یوه مشهوره جمله دا نظر ډېر ښه څرګندوي او د هغه وخت د ویکتوریایي دورې د فکر یو ښکاره انځور دی. دا د روډیارډ کیپلینګ د شعر یوه کرښه ده:
«ختیځ ختیځ دی او لوېدیځ لوېدیځ دی او دا دواړه هېڅکله سره نه یوځای کېږي».
کیپلینګ دا جمله په ۱۸۹۲ کال کې لیکلې وه او په هغې سره یې یوه کیسه پیل کړې چې د یو بریتانوي افسر او یو پښتانه مشر ترمنځ د جګړې او بیا جوړجاړي په اړه ده. دا پېښه د خیبر درې په سیمه کې انځور شوې ده خو له بده مرغه، دا جمله ډېر وخت له خپل اصلي مفهوم څخه جلا شوې، ناسم تعبیر شوې او حتا د استعماري او نژادي شعار په توګه کارول شوې ده.
په حقیقت کې، همدا ډول فکر او تعصب د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د افغانستان په اړه په ډېرو سفرنامو او جګړه‌يیزو یادښتونو کې لیدل کېږي. په دې کیسو کې یو خوا «سم، زړور او اتل» بریتانوي سرتېری انځور شوی، او بل خوا «وحشي خو باعزته»، مذهبي سخت ‌دریځه، هوښیار او جګړه ‌مار پښتون قبایلي وګړی. په عمومي ډول، دا کیسې نړۍ په دوو جلا برخو وېشي، چې ترمنځ یې هغه مشهوره او حساسه پوله پرته ده چې د شمال لوېدیځ سرحد (Northwest Frontier) په نوم یادېده. د هغه وخت د ډېرو خلکو په نظر، همدا پوله د «تمدن» او «وحشت» ترمنځ کرښه وه. یوه خوا استعماري هند، او بله خوا هغه سیمه چې وروسته د ننني افغانستان په نوم وپېژندل شوه.
د ۱۹مې پېړۍ هغه بریتانوي اسناد چې د افغان کلتور په اړه دي، نږدې ټول یې همدا استعماري تعصب څرګندوي. آن په تر ټولو لومړنیو لیکنو کې هم سپکوونکي او منفي نظرونه لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، هغه څه چې جورج فورسټر چې د ختیځ هند شرکت یو مامور و، د کابل د ښار په اړه ویلي، ډېر څرګند دي. کله چې هغه په ۱۷۸۳ کال کې له هند څخه انګلستان ته د ځمکې له لارې په سفر کې کابل ته ورسېد، نو داسې یې لیکلي:

د ښار کلا ډېره ساده ده، نږدې هېڅ خندق نه لري او کورونه له ناهموارو ډبرو، خټو او خامو خښتو جوړ شوي دي. ښار ډېر کمزوری او بې ‌ارزښته ښکاري او د هغه شان او عظمت سره مناسب نه دی چې ما د یوه لویې امپراتورۍ له پلازمېنې څخه تمه لرله. افغانان ډیر ساده او نالوستي خلک دي او د دوی مشران د ژوند د پرمختللو اسانتیاوو سره ډېره مینه نه لري او په اصل کې د دوی هېواد هم د داسې اسانتیاوو لپاره ډېر مناسب نه دی(۵).

د فورسټر دا نظر وروسته ډېرو نورو لیدونکو هم تکرار کړی دی(۶). د دوی په لیکنو کې کابل د خپل طبیعي موقعیت او شاوخوا ښکلي منظرو له امله ستایل شوی دی(۷). دوی دا هم منلې چې ښار «له لرې څخه ډېر اغېزناک ښکاري»(۸). خو کله چې ښار له نږدې وکتل شي، نو نږدې ټولو ویلي چې کابل له پام وړ ودانیو څخه تقریباً خالي دی(۹). د دوی په نظر، کابل «د ساده او بې‌ ارزښته کورونو یوه مجموعه» وه(۱۰)، چې «نه پکې ښکلا وه او نه لویوالی»(۱۱). ټول ښار ته یې د «غمجن او خراب حالت»(۱۲) په سترګه کتل او ویل یې چې نه په بهر او نه په دننه کې د کوم عظمت نښه پکې لیدل کېږي(۱۳). سره له دې چې کابل د امارت پلازمېنه وه، بیا هم دوی هغه د افغان ښارونو تر منځ تر ټولو بې اهمیته او کم ارزښته بللی دی(۱۴). آن تر دې چې یو لیکوال په ښکاره لیکلي: «کله چې اوسنی کابل ووینې، نو دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې خلک غواړي یو نوی کابل جوړ کړي»(۱۵).
د جورج فورسټر له سفر څخه نږدې یوه پېړۍ وروسته، د جګړې خبریال هینسمنHensman لا هم د کابل په اړه لوړې هیلې لرلې. خو تر هغه وخته پورې، هغه تجسس چې پخوا د بریتانوي نقشو پر تشو ځایونو موجود و، بدل شوی و او د بریتانوي پوځ د ناکامیو له امله کابل یو ډول پټ او مبهم ځای ګرځېدلی و. هغه لیکي:

له ډېر پخوا د کابل له نوم سره یو ډول ځانګړې لېوالتیا تړلې وه، نو طبیعي وه چې انسان به تمه لرله چې د ښار بڼه به ډېره اغېزناکه او د پام وړ وي، خو کله چې یې ووینې، نو مایوسه کېږې، ځکه داسې څه پکې نه شته چې ځانګړي یا ډېر اغېزمن ښکاره شي(۱۶).

د فورسټر هغه ټیټ نظر چې د افغان تمدن په اړه یې درلود، وروسته په نورو لیکنو کې هم تکرار شو. د بېلګې په توګه، دا خبره د مېرمن فلورینشیا سیل Lady Florentia Sale په مشهورو یادښتونو کې هم لیدل کېږي. هغه چې د لومړۍ انګلیس – افغان جګړې پر مهال په کابل او شاوخوا سیمو کې بندیوانه وه، داسې لیکلي:

د کابل اوسیدونکي یو څه متمدن دي، خو د کلیو خلک او د هغوی ملګري زما په اند هماغسې دي لکه هغه خلک چې لوی اسکندر ورسره مخ شوی و(۱۷).

همدارنګه، انګلیسي انجنیر فرانک اې. مارټینFrank A. Martin چې د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې یې په کابل کې کار کاوه، یوه بله تعصبي پرتلنه وړاندې کوي:

په عمومي ډول، د افغانانو ورځنی ژوند او دودونه انسان ته د انګلستان هغه حالت وریادوي چې شاوخوا درې سوه کاله مخکې و، لکه څنګه چې په کتابونو او تاریخونو کې بیان شوی(۱۸).

ځینو لیکوالانو هڅه کوله چې خپل سپک او نامناسب نظرونه په یو څه «ادبي او نرم» ډول پټ کړي. کله ناکله به یې د دې لپاره چې خپل نظر ته اعتبار ورکړي، د ځايي خلکو خبرې راخیستې. د بېلګې په توګه، ارتور کنولي Arthur Conolly په ۱۸۳۸ کال کې په خپلو سفرنامو کې د هرات د یوه اوسېدونکي خبره راخیستې وه:
(( … که چټلی څوک وژلی، نو افغانان به چیرې وای))(۱۹).
همدارنګه، د نازي جرمني سفیر Werner Otto von Hentig Ziemke په یوه نرم او دیپلوماتیک ډول د بابرنامې یادونه کوي چې د مغولي امپراتورۍ د بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر خاطرات دي او لیکي چې افغانان ساده فکره او سرزوری دي:
((دوی نظر نه لري او د راتلونکي په هکله هم هیڅ فکر نه کوي))(۲۰). 
خو د هغه شخصي نظر هم پکې ښکاره دی.
په همدې ډول، امریکايي برقي انجنیر جي‌ویټ Jewett چې په ۱۹۱۰مو کلونو کې یې کابل ته نږدې کار کاوه، په خپلو خپرو شویو لیکونو کې (چې خپلې خورزې ته یې لیکلي وو) د یوه ترکي سوداګر ډېر سخت او سپکوونکي نظرونه راوړي:
((… افغانستان یو بد ځای دی. خلک ټول دروغجن او غله دي او په هېواد کې پرته له ناپوهۍ، حرص او شیطانت بل څه نشته))(۲۱).
خو جي‌ویټ خپله هم د کابل د خلکو په اړه ډېر سخت نظر درلود. هغه کابل د «سدوم»(۲۲) په نوم یاد کړی او لیکي:
((کابلیان سست، دروغجن، غله او بې‌ نظمه خلک دي. دوی ډارن هم دي، د کلیو خلک (وحشيان) تر دوی ښه جنګیالي او په ټوله کې ښه خلک دي))(۲۳).
او په یو بل ځای کې لیکي:
((په خپل ژوند کې له تر ټولو متعصبو، مغرورو او ناپوهو خلکو سره دلته مخامخ شوی یم. که ډېر څه هم ولیکل شي، بیا هم دا نشي ښودلی چې دا هېواد او خلک څنګه دي، دا باید انسان پخپله وویني))(۲۴).

د افغانستان افسانه

د بهرنیانو روایتونه یوازې تر ښکاره تعصب پورې محدود نه دي، بلکې تر ډېره د یو اړخیزو او له مخکې جوړو شویو تصوراتو تر اغېز لاندې دي. سیاسي بدلونونو افغانستان داسې انځور کړی چې ګواکې په ختیځ کې د اروپايي ځواک د واک پر وړاندې وروستی سنګر دی، د برېتانیا او روسیې ترمنځ د سیالۍ ډګر دی او یو ناڅرګنده/پټ او ماجراجویانه جګړه‌ییزه سیمه ده. په همدې انځور کې، د استعماري ځواکونو هیلې نه یوازې د روسیې د منځنۍ اسیا په لور د پرمختګ له امله له ګواښ سره مخ شوې، بلکې د بې‌سارو پوځي ماتو له امله هم په بشپړه توګه له منځه ولاړې. افغانستان او په ځانګړي ډول کابل چې د دغو پېښو اصلي صحنه وه، ورو ورو یو کلیشه (تکراري انځور) وګرځېد. په بریتانوي تصوراتو کې او په عمومي ډول په اروپا کې، د هغو خپلواکو او نه ماتېدونکو غرنیو خلکو خاوره چې هېڅ بهرني ځواک ته یې په اسانه سر نه دی ټیټ کړی، د خیبر درې تر شا ژوند کوي، ډېر لوی او مهم ځای درلود او خلکو ته یې هم اندېښنه او هم جذابیت، هم ویره او هم حیرانتیا ورپه برخه کوله.
د هغه وخت له اسنادو څخه بل هېڅ یو مثال د دې ګډ ابهام ښه څرګندونه نه شي کولای لکه د مېرمن الیزابیټ بټلرLady Elizabeth Butler مشهوره نقاشي چې «د پوځ بقایا» نومېږي. وګورئ لاندې انځور (۲۵). دا انځور په ۱۸۷۹ کال کې کښل شوی و، هغه وخت چې نږدې څلوېښت کاله وروسته له هغه غمجنې پېښې، چې بریتانوي امپراتوري بیا هم د یوې بلې غلطۍ د تکرار په درشل کې وه. په دې نقاشۍ کې د ډاکتر ویلیام برایډن یو خیالي انځور ښکاري چې د بریتانوي پوځ د کابل د عملیاتو یوازینی ژغورل شوی کس ګڼل کېږي(۲۶). په جنوري ۱۸۴۲ کې شاوخوا شپاړلس‌زره بریتانوي سرتېري او ملکي همکاران یې اړ شول چې له کابل څخه وتښتي. خو هغوی ټول د ختیځ پر لور د خیبر درې په لاره کې ووژل شول. یوازې یو ټپي ډاکټر په یوه کمزوري آس باندې ژوندی پاتې شو. برایډن په سخت وضعیت کې جلال ‌آباد ګارنیزیون ته ورسېد، چیرې چې یوه محاصره شوې بریتانوي پوځي ډله د خپلو ملګرو د راتګ په تمه وه.
دا صحنه د ټولې پېښې بشپړ انځور وړاندې کوي: برایډن د یو ناکام اتل په توګه ښکاري، د هغه سر ټپي او تړلی دی، مخ یې د ستړیا، ناامیدۍ او سپکاوي له امله بل لور ته اوښتی دی. هغه په کلکه د آس زین نیولی دی، داسې ښکاري چې د خپل کمزوري بدن پاتې ځواک ټول په همدې نیولو کې راغونډوي، څو آس یې د وروستیو څو ګامونو لپاره د جلال ‌آباد خوندي ګارنیزیون ته ورسوي. آس هم په همدې ډول ستړی او ستومانه دی، ملا یې تاو شوې او سر یې ښکته شوی دی. د ماتې او غم دې انځور د ویکتوریایي دورې په ذهن کې ژور نقش پرېښود. که څه هم دا د بریتانوي امپراتورۍ د عظمت پر تصویر سیوری خپروي، خو د مېرمن الیزابیټ باټلر هم‌‌عصره خلکو دا انځور د استعماري سیاستونو د نقد پر ځای د غچ اخیستنې بلنه ګڼله.
ځکه د حیرانتیا خبره نه وه، لږ وروسته له دې چې مېرمن باټلر خپله نقاشي بشپړه کړه، یو بل سمبولیک انځور د بریتانیا او هند په لوړو (عصري) ټولنو کې خپور شو. دا انځور په مطبوعاتو کې خپور شو چې بشپړه بله کیسه یې وړاندې کوله. په دې نوې ډول رسنۍ کې چې د واقعیت د دقیق انځور ادعا یې کوله د مشهور سرحدي عکاس John Burke په ۱۸۷۹–۱۸۸۰ کالونو کې یو پینوراما (panorama) جوړ کړی و چې د کابل ویجاړه کلا بالاحصار، له سویل ختیځ لوري ښيي. وګورئ لاندې دویم انځور (۲۷).
په انځور کې، څو بریتانوي افسران په ځلېدونکو یونیفورمونو کې، مغرور او مستقیم ولاړ ښکاري، د هغې لارې په پورته برخه کې چې د کلا اصلي دروازې ته ځي. تر لاندې یې، ځايي خلک په زړو او شلېدلو جامو کې ښکته ناست یا ټیټ ښکاري. یو بل افغان د خپل خره سره یو ځای د وچ شوي خندق په یوه اړخ کې ولاړ دی. لږ وړاندې دوه اوبه ‌وړونکي خلک ښکاري چې د اوبو ډکې څرمنې یې پر اوږو اخیستې دي او په خاورو ډکه لاره کې درېدلي دي. په عکس کې له دې کسانو څخه یو یې داسې ښکاري چې له دې صحنې څخه ناخوښه دی او مخ یې بل لور ته اړولی دی.
په دې انځور کې ځايي خلک مات، ګډوډ او د بریتانوي «تمدن» د برترۍ تر اغېز لاندې ښکاري. په مقابل کې، بریالي بریتانوي سرتېري او ویجاړ بالاحصار چې د افغان ځواک او مقاومت سمبول و، داسې انځور وړاندې کوي لکه نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د تاریخ بڼه بدله شوې ده او امپراتورۍ د زور او «عدالت» له لارې خپل عزت بېرته ترلاسه کړی دی(۲۸). سربېره پر دې، پخپله اروپا کې د جګړې فضا توده شوه او بالاخره یې «لویه جګړه» پیل کړه. افغانستان بیا برعکس، د بهرنیو قدرتونو د نفوذ د کمېدو (یا تشې) په دې موده کې نسبي ثبات ته ورسېد او د مرکزي واک تر چتر لاندې په بریالیتوب سره یو موټی شو. خو د اروپایانو په ذهن کې، د خیبر هاخوا «ممنوعه پاچاهي» ورو ورو له یاده ووتله. سره له دې، د نولسمې پېړۍ هغه انګېرنه چې «وحشي ختیځ» د تمدن پر وړاندې ولاړ دی، لا هم ژوندۍ پاتې وه. د پخوانیو وختونو انځورونه بیا هم د امپراتورۍ په تاریخ کې له افغانستان سره تړلو ماجراوو او غمیزو د نښو په توګه کارېدل. همدا وجه وه چې د جان بورکه د بالاحصار انځور څو لسیزې وروسته د لیبیک د کنسروي غوښې د اعلان لپاره وکارول شو (۱۹۱۰)، لکه څنګه چې د بټلر د برایډن انځور هم د فرانکلین د سګرټو پر اعلاني کارتونو چاپ شو (شاوخوا ۱۹۳۰).
خو په څرګنده توګه، تاریخ بل حقیقت هم لري. دا هغه حقیقت دی چې د همدې بالاحصار په دننه کې د بریتانوي پلاوي وژل کېدل یادوي، د دې عکس له اخیستو لږ مخکې د میوند (کندهارته نېږدی) په جګړه کې د بریتانوي ځواکونو سخته ماتې وخوړه او بالاخره له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووتل. بریتانیا ښه پوهېده چې افغانستان په اسانۍ سره په نظامي ډول نه شي نیول کېدای. له همدې امله، د کابل بالاحصار کلا دا لومړنی انځور هم د استعماري ځواک د «بریا» او هم د هغه هېواد د مبهمو او له کنټروله وتلي حالت سمبول وګرځېد. څو لسیزې وروسته، د افغانستان په اړه دلچسپي لږ شوه. «لویه لوبه» (Great Game) چې د آسیا د واکمنۍ لپاره د روسیې او برتانیا سیالي وه، په عملي ډول پای ته ورسېده، ځکه دواړو خواوو خپله انرژي د خپلو امپراتوریو د ټینګښت او ساتنې لپاره متمرکز کړه.

د اورینټالیزم دام

د افغانستان د افسانوي شهرت موضوع د یوې لویې پدیدې یوه برخه ده. دا پدیده هغه پراخه لېوالتیا ده چې په لوېدیځو لیکنو کې د «اورینټ یا ختیځ Orient» د اسرارو او رازونو په اړه موجوده وه. کله چې آسیا د ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو په اوږدو کې د اروپایي نفوذ تر اغېز لاندې راغله، هغه لږ معلومات چې د دې سیمې په اړه موجود وو، په لوېدیځ کې د خیالونو او افسانو د زیاتېدو سبب شول. استازي، سوداګر، مبلغین او ماجراجو کسان د پخوانیو سفرکوونکو لکه Marco Polo، Wilhelm von Rubruck اوRuy González de Clavijo په پلونو روان شول.
دا هغه وخت و چې د Jesuit Bento de Góis، د انګلستان د پاچا استازی Thomas Roe د جهانګیر دربار ته او فرانسوي سیلانیان لکه Jean-Baptiste Tavernier، François Bernier او Jean Chardin د بهرنیو هېوادونو د لیدلو تفصیلي او کله نا کله له مبالغې ډکو راپورونو د چمتو کولو لپاره سفرونه کول. همداسې د هالنډي لیکوال Olfert Dapper لوی اثر، «د لویې مغول امپراتورۍ او د هند د لویې برخې تفصیلي تشریح (۱۶۸۱)» او د الماني لیکوال Adam Olearius اثر) Orientalische Reisebeschreibung ۱۶۶۷(، په اروپا کې ډېر ښه هرکلی وشو. په اصل کې، له ختیځو لرې سیمو سره د اړیکو ویره هغه وخت کمه شوه، کله چې لوېدیځ د روښانتیا (Enlightenment) د دورې له فکرونو، صنعتي پرمختګ او همدارنګه د عثماني ترکانو له ماتې (لکه په ویانا او بالکان کې) وروسته، ځان پیاوړی او تر نورو لوړ وګاڼه. د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې، سفرنامو او څېړنیزو لیکنو ډېر پرمختګ وکړ. له همدې امله، لوېدیځ د ختیځ په اړه خپل پخواني خیالونه لږ څه بدل کړل او هغه یې له احساساتو تش او تر یوه حده واقعي کړل. لوېدیځ د پوهې او زدکړې لپاره ډېر لېواله شوی و(۲۹). خو د ۱۸۰۰ کال شاوخوا، لوېدیځ سیاسي ځواک د ختیځ پر لور پراخ شو. له دې سره، په لوېدیځ کې یو ډول غرور او د برترۍ احساس پیدا شو، چې تر نن ورځې پورې د ختیځ په اړه د هغوی په نظر کې پاتې دی.
د دې حالت یوه بله پایله دا وه چې لوېدیځ ځان ته دا حق ورکړ چې د ختیځ یو نوی، جوړ کړی او خیالي انځور وړاندې کړ. په دې انځور کې د «ختیځ عظمت او عجیبه‌والی» د دوی د خپل تصور له مخې ښودل کېده او بیا یې هماغه انځور د خپلو موخو لپاره کاراوه. په هنر او معمارۍ کې، د دې فکري بدلون له امله موږ د «چینوآزري» پدیده وینو، یانې په روکوکو سبک کې د عربي نقشونو او موریسکو بڼو بیا راژوندي کېدل او همدارنګه د چیني برجونو (پاګوډاو)، په ترکي شاهي باغونو کې د واړو باغي ماڼیو او د حمامونو جوړول. د برایټن مشهور شاهي ماڼۍ (Royal Pavilion) ښايي تر ټولو ښه بېلګه وي. دا ساحلي تفریحي ځای، چې هغه وخت د ولیعهد (او وروسته د پاچا جورج څلورم) له خوا کارېده، د نولسمې پېړۍ په پیل کې په یو تقلیدي، د وروستي مغلي سبک په بڼه بیا ورغول شو. دا ډول کلتوري تجربه تر ډېره د اشرافو ځانګړنه وه، خو تر ۱۹۰۰ پورې اورینټالیزم د اروپا په بېلابېلو طبقو کې هم قوي ځای وموند. عامو خلکو د دې سیمې په اړه د بېلابېلو کتابونو له لارې معلومات ترلاسه کول، انځوریزو مجلو د تر ټولو لرې سیمو راپورونه خپرول، علمي حلقې ډېرې فعالې وې او نندارتونونو هم خلکو ته د ختیځ په اړه هغه څه ورښودل چې دوی ته «د ختیځ په اړه ضروري» ښکارېدل(۳۰).
که بحث بېرته د افغانستان سرچینو ته راوګرځو، نو د هندوکش هغه لرې پروت امارت په ځانګړي ډول د «اگزوتیک» یا (عجیب او نادر) انځور لپاره ډېر مناسب ګڼل کېده. په هغه وخت کې چې روسانو په تاشکند کې بیارغونه پیل کړې وه، او په هند کې د بریتانوي واکمنۍ لاندې «سِول لاینز» او «کینټونمنټ» اروپایي معمارۍ د ښارونو بڼه بدله کړې وه او همدارنګه په قاجاري ایران کې د اروپایي ښځو انځورونه د ماڼیو د چتونو په سینګار کې کارېدل، افغانستان تر ډېره د لوېدیځ کلتوري اغېزو څخه بهر پاتې و. برعکس، د ډېرو اروپایانو لپاره افغانستان یوازې یو نوم او مبهم تصور وو(۳۱). هغه لږ شمېر لوېدیځوال چې د امیر په بلنه افغانستان ته راتلل، اجازه یې لرله چې د خیبر درې له مشهورې نښې څخه هم وړاندې لاړ شي، هغه نښه چې پکې لیکل شوي وو:
((د دې پولې تر شا د افغانستان خاورې ته تګ مطلقاً منع دی))(۳۲).
هغوی پوهېدل چې یو خطرناک او ماجراجویانه سفر ته روان دي، خو دا یې هم احساسول او پوهېدل چې د دوی لپاره دا یو ځانګړی امتیاز وو. هماغسې لکه بریتانوي پوځیان چې پوهېدل د دوی د جګړې یادښتونه به په کور کې لوستونکي ولري، ډاکټران، انجنیران او نور متخصصین چې د افغانستان د عصري کولو لپاره ورغلي وو، له ځان سره یې کامرې وړې او خپل مشاهدات یې ډېر په دقت لیکل. کله چې اروپا ته ستانه شول، دوی خپلې سفرنامې خپرې کړې، د افغانستان په اړه یې عامې خبرې وکړې او دا عجیب هېواد یې د رڼا د انځورونو (lantern slides) له لارې خلکو ته وښود. افغانستان د امیر په خدمت کې د دې لومړنیو متخصصینو لپاره یو مهم فرصت و.
په شعوري یا غیر شعوري ډول، په خپلو لیکنو او انځورونو کې هغوی هڅه کوله هغه رومان او ماجراجویانه احساس انتقال کړي چې د «افسانوي ختیځ» جذابیت یې تل ژوندی ساتلی و. سربېره پر دې، ځینې یې پخپله هم په همدې جذابیت کې ورګډ شول او ځانونه یې د عصري ماجراجویانو په توګه احساسول.
د بېلګې په توګه،Jewett هغه انجنیر و چې له ۱۹۱۱ تر ۱۹۱۸ پورې په کابل او شاوخوا سیمو کې اوسېده او د هېواد لومړنی برقي سیسټم یې نصب کړ. کله چې هغه د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه په رخصتۍ د خیبر درې له پولې واوښت او بریتانوي خاورې ته داخل شو، داسې یې لیکلي:

اوس موږ سیلانیان وینو چې په موټرو او ټانګو کې د علي مسجد لیدو ته روان وي. دوی ته اجازه نه وي چې تر دې وړاندې لاړ شي، خو داسې ځي ګواکې ټول خیبر یې لیدلی وي. زما زړه ټوپۍ په سر (د لمر خولۍ) او ناست وم، پايپ مې څکوم، په څنګ کې مې ماوزر ټوپک پروت و، پښو ته مې د روپیو کڅوړه پرته وه او په همدې حال کې مې دې سیلانیانو ته په تمسخر کتل(۳۳).

د دغو لیکوالانو د نظر بدلون، له لرې او ناآشنا نړۍ سره د هغوی لېوالتیا او د فرهنګي منځګړو (cultural mediators) په توګه د خپل رول څخه ناخودآګاه خوند اخیستل، ښيي چې د «اگزوتیک» یا عجیب او نادر شیانو جذابیت کله ناکله معلومات هماغسې بدلوي او تحریفوي لکه شوونیزم.
شاید د دې تحریف تر ټولو ښکاره ثبوت د دې لیکوالانو هغه عادت وي چې ځانونه به یې د «ختیځ د خلکو» په بڼه وړاندې کول. د بېلګې په توګه، د Jewett هغه انځور چې په اروپا کې یې په نیکټايي او درېشي کې له منظمو وېښتانو سره اخیستل شوی او د هغه بل انځور چې په افغانستان کې یې اخیستې، ډېر څرګند توپیر لري. وګورئ لاندې دوه انځورونه. په افغانستان کې هغه په پګړۍ او افغاني لباس کې ښکاري. مخ یې د اوږدې تورې ږیرې لاندې پټ دی. سر یې مستقیم نیولی خو لږ اړخ ته یې ګرځولې، داسې چې نظر یې ازاد ګرځي. هغه د بام په سر ناست دی، پښې یې تاو کړې دي، د نرګیلي (water-pipe) تر څنګ ناست دی او د هغه ټول حالت آرام، ویاړ او سکون ښيي. لکه د چمېلیون (رنګ بدلونکي ژوي) په څېر، بهرنی سړی ظاهراً ځان د ځایي کلتور سره عیار کړی، که څه هم دا تقلید ډېر څرګند او مصنوعي ښکاري.
د جي‌ویټ دا بدلون یوازینی مثال نه دی. له هغه مخکې او وروسته هم ډېرو ګرځندویانو همداسې کړي دي. د بېلګې په توګه، فرانسوی سوداګر Jean-Baptiste Tavernier چې په ۱۷مه پېړۍ کې څو ځله ترکیې، فارس او هند ته سفر کړی و او یو ځل له افغانستان څخه هم تېر شوی و، ځان په ختیځ لباس کې انځورول خوښ کړي و. (هغه په خپل کتاب کې هم دا انځور چاپ کړی). وګورئ لاندې انځور(۳۴). دا ځانګړی مثال ځکه په زړپورې دی چې د هغه شاهي جامې چې په انځور کې یې اغوستې، د فارس د شاه عباس دویم له خوا ورته ورکړل شوې وې.
په عملي سفرونو کې، د لوېدیځوالو لپاره د ختیځ لباس اغوستل کله ناکله د ځان پټولو لپاره اړین و، ځکه دا د خوندي پاتې کېدو یوه وسیله وه. خو لوېدیځ لوستونکو به دا کار د زړورتیا، ماجراجویۍ او د نوو ځایونو د کشف د نښې په توګه تعبیراوه. کله چې افغانستان د لومړۍ انګلیس – افغان جګړې پر مهال ډېر مهم او حساس ځای و، الکساندر برنس (Alexander Burnes) ، چې یو مشهور ماجراجوې او د بریتانوي ماموریتونو مشر و، د یوه انځورګر افسر له خوا په محلي لباس کې انځور شوی و. وګورئ لاندې انځور برنس بالاخره د کابل د خلکو د لومړني پاڅون پر مهال ووژل شو. هغه د دې پر ځای چې له پوځ سره له ښاره بهر خوندي واوسي، غوره ګڼلې وه چې له خلکو سره نږدې ژوند وکړي. په اصل کې، د «ختیځ برنس» انځور هم تر ډېره د اورینټالیزم نتیجه وه. یانې لوېدیځ د ختیځ په اړه یو داسې خیال جوړ کړی و چې هغه یې ناپېژندلی، له اسرارو ډک او جالب ځای باله او همدې تصور د برنس د انځور کولو طرز هم اغېزمن کړی و.همدا حالت د هغه وخت د کپتان جېمز مکینزي James McKenzie په انځور کې هم ښکاري، چې هڅه یې کړې وه ځان د افغان اشرافو په بڼه خلکو ته وړاندې کړي (وګورئ لاندې انځور). خو واقعیت دا و چې د جګړې په وروستیو کې هغه د افغانانو سره بندي و او ډېر سخت شرایط یې تجربه کول.
حتی نیمه پېړۍ وروسته هم، کله چې نور د «ختیځ کې د ځان پټولو» اړتیا کمه شوې وه، ډاکټر ګري(Gray) خپل انځور په افغاني جامو کې اخیستی و (وګورئ لاندې انځور). هغه له ۱۸۸۹ تر ۱۸۹۴ پورې د کابل په دربار کې د امیر خدمت کړی و او د دربار ژوند یې ژور درک کړی و. خو د هغه لومړنۍ تجربه چې د «امیر دربار» ته د ننوتلو پر مهال یې کړې وه، خپله د لوېدیځ او ختیځ د توپیر ښکارندوی ده. هغه لیکي:

شهزاده‌ګان او افسران، ټولو اروپایي پوځي لباس (یونیفورم) اغوستی وو او پر سر یې پاشمي ځانګړې درباري خولۍ وې. که څه هم دا یو ختیځ دربار و، هېڅوک په ځمکه نه وو ناست. د ختیځ د دودیزو آدابو برعکس، موږ خپلې پګړۍ لرې کړې وې، ځکه موږ ته غوره ښکارېده چې د لوېدیځ د دربار د ناستې او چلند طریقې تعقیب کړو، نه دا چې د هغو ختیځو دودونو تقلید وکړو چې موږ لا تر اوسه ښه نه پېژندل(۳۷).

د لومړۍ نړیوالې جګړې په منځنۍ موده کې، هغه وخت چې T. E. Lawrence او په فارس کې د جرمني ایجنټ Wilhelm Wassmuss په څېر کسان فعال وو، یو ځل بیا د ځان د پټولو یا بڼې بدلولو اړتیا رامنځته شوه. یانې خلک اړ وو چې د سفر، جاسوسۍ او سیاسي ماموریتونو لپاره خپل اصلي هویت پټ کړي او ځانونه د نورو خلکو یا ځایي وګړو په څېر وښيي. خو دا ځل اصلي موخه دا نه وه چې ختیځ د یو عجیب او جالب ځای په توګه وښودل شي، بلکې دا و چې خلک باید خپل هویت پټ کړي او د سیالو اروپایي ځواکونو له څارنې او راپور ورکولو څخه ځانونه وساتي، څو هغوی یې ونه پېژني او معلومات تر لاسه نه کړي.
یو جرمني ماموریت په ماجراجویانه ډول د ایران له دښتو څخه افغانستان ته ننوت چې هغه وخت بې ‌طرفه هېواد و. د دې ماموریت هدف دا و چې امیر حبیب‌الله خان وهڅوي څو په جګړه کې ګډون وکړي او د بريتانوي ځواکونو پر وړاندې د پولې په سیمه کې برید وکړي. که دا پلان بریالی شي، نو بریتانوي ځواکونه به اړ شوي وي چې په آسیا کې هم جګړه پیل کړي او د اروپا له اصلي جګړه‌‌ییزو ډګرونو څخه به یې پام او ځواک کم شوی وی. خو دا هڅه ناکامه شوه او د ماموریت غړي مجبور شول چې په بېلابېلو لارو بېرته اروپا ته ستانه شي. ورنر اوټو فون هنتیګ (Werner Otto von Hentig) ، چې د ماموریت سیاسي مشر و، له افغانستانه په پټه د چین له لارې ووت. په داسې حال کې چې Oskar Niedermayer چې د افغانستان د لومړنیو او خورا مهمو عکسونو یوه لویه ټولګه ترې پاتې ده، د منځنۍ آسیا او فارس له لارې سفر وکړ(۳۸). د خپل دې ماجراجویانه سفر پر مهال، هغه ځان د «حاجي میرزا حسین» په نوم معرفي کاوه. د «حاجي» نیډرمایر انځور په بشپړ ډول د هغو «ختیځوالو» د انځورونو په دود ولاړ دی لکه توریه‌‌نیه، برنس، ګري او جي‌ویټ هغه انځورونه چې په ښکاره ډول د اروپا کورني (لوېدیځ) لیدونکو ته جوړ شوي وو، نه د محلي خلکو لپاره. د ریبیتشکا عکس هم یو بل ښه مثال دی (وګورئ لاندې انځورونه. دا اتریشي د لومړۍ نړیوالې جګړې افسر، وروسته له دې چې په ماوراءالنهر کې د روسانو له یوه زندان څخه وتښتېد، مجبور شو څو کاله په کابل کې پاتې شي. په دې انځور کې هغه لونګۍ پر سر کړې او افغاني چپنه یې اغوستې ده. لاسونه یې سره تاو کړي ولاړ دی او په سترګو کې یې یو ډول مبهم نظر ښکاري. له هغه څخه هماغه ډول ویاړ، ډاډ او د ماجرا تجربه څرګندیږي، لکه څنګه چې د پخوانیو ختیځ‌ سفر کوونکو په انځورونو کې هم لیدل کېږي.
افغانستان ته د سفرکوونکو د ځان په اړه افسانوي انځور جوړونه حتی هغه وخت هم دوام وموند، کله چې په ۱۹۲۰مو کلونو کې هېواد ورو ورو د لوېدیځوالو پر مخ پرانیستل شو. دې کسانو به خپل ځان او تجربې داسې ښودلې لکه دوی چې د همدې «رازونو ډک ختیځ» برخه وي او خپل انځور به یې په داسې ډول جوړاوه چې لوېدیځ لوستونکي یې د یوه ماجراجو او ځانګړي شخص په توګه وګوري. د بېلګې په توګه، الماني ډاکټر ارنسټ بورن ‌سټاین-بوستا (Ernst Bornstein-Bosta) د خپل کتاب په پیل کې ځان داسې ښودلی و ګواکې هغه د کابل دودیز لباس اغوستی او ولاړ وي. د دې کار موخه دا وه چې خپل ځان د ختیځ له چاپېریال سره نږدې او د لوستونکو لپاره ځان لا ډېر په زړه پورې وښيي. وګورئ نهم انځور (۳۹).
Bosta.jpg

ډاکټر ارنسټ بورن ‌سټاین-بوستا

Niedermayer.jpg

اوسکار نیدرمایر مشهور په حاجي میرزا حسین

Rybitschka.jpg

آلفرډ وان ربیتیشکا

همدا ډول، سویډنۍ ښځه Aurora Nilsson چې په برلین کې یې له یوه افغان اشرافي سره واده کړی و او وروسته په کابل کې د هغه په حرم کې بند پاتې شوې وه، خپل حالت یې د «ختیځې ښځې» په کلیشه‌يي بڼه وړاندې کړی دی (وګورئ لسم انځور)
هغه د خپل کتاب په پښتۍ، چې عنوان یې «له حرم څخه تېښته» (The Flight from a Harem, 1928) دی، داسې انځور شوې چې په یو پراخ چادر کې پټه ده او په مخ یې هم په پړوني کې ور پټ کړی دی. خو مهمه خبره دا ده چې هغه څادر چې هغې اغوستی و، اصلاً افغاني لباس نه و او دا عکس په برلین کې په سټوډیو کې اخیستل شوی و(۴۰). هر څومره چې افغانستان د بهرنیانو لپاره لا ډېر د تګ او راتګ وړ کېده او سفرونه عادي کېدل، هماغومره د ماجرا او نادروالي احساس کمېده. خو بیا هم د «اگزوتیک» یا عجیب او ځانګړي ختیځ تصور تر ډېره ژوندی پاتې و او خلکو به لا هم ختیځ ته د یوه جالب او له رازونو ډک ځای په سترګه کتل. Alfred von Rybitschka چې وړاندې هم یاد شوی، د خپل سفر په پای کې د کاروانسرايي په یوه ځای کې تم شو. کله چې هغه دننه ننوت، داسې احساس یې وکړ لکه د تېر وخت یوې بلې دورې ته داخل شوی وي. هغه د ختیځ له «جادو» ډېر اغېزمن شو، هغه ختیځ چې په اروپا کې یې ډېرې کیسې اورېدل کېږي، خو په خپله آسیا کې یې تصویر ډېر لږ لیدل کېږي. هغه لیکي چې هلته هر څه ډېر ښکلي، منظم او باادبه ښکاري، خو په بل ځای کې بیا ختیځ د اروپایي اغېزو له امله بدل شوی وي او خپله اصلي بڼه یې له لاسه ورکړې وي(۴۱).
بل لیکوال رابرټ بایرن (Robert Byron) ، چې ډېر خلک یې د عصري یونلیک بنسټګر ګڼي، هم ورته تجربه لرله. کله چې هغه په ۱۹۳۳ کال کې له فارس څخه وروسته هرات ته ورسېد او هلته یې د شرابو هېڅ دوکان ونه موند، نو یې ولیکل: ((دلته بالاخره آسیا ده، پرته له دې چې ځان ټیټ احساس کړې»(۴۲). یعنې د هغه په نظر، دلته داسې ځای و چې د اروپا د عادتونو او معیارونو اړتیا نه وه او هماغه «اصلي ختیځ» احساس پکې ژوندی و.
په وروستیو وختونو کې بهرني سفرکوونکي او لیکوالان نور نه خپل ځانونه د افغانانو په لباس کې بدلوي او نه هم ځانونه په هغه افسانوي «ختیځ» کې دومره ورکوي لکه مخکې. خو بیا هم، سره له دې چې لیکنې ډېرې واقعي او عملي شوې دي، زاړه او پخواني تصورات لا هم په پټه توګه په متنونو کې موجود دي او کله ناکله ځان ښکاره کوي. د دې یوه بېلګه د روډولف سټوکرت (Rudolf Stuckert) د ورځپاڼې وروستۍ لیکنه ده. هغه یو سویسي و چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۶ پورې په افغانستان کې د یو معمار او ښار جوړونکي په توګه کار کړی و. کله چې هغه له افغانستان څخه ووت، په پېښور کې په ډینز هوټل کې دېره شو، دا هغه ځای و چې بهرنیان به خیبر درې له لارې د سفر پر مهال په کې تم کېدل. هلته یې د خپل سفر یوه لنډه او فکري ارزونه وکړه. لکه خوراک، خوب، لیکل، قدم وهل، د پسرلي د تازه هوا نه خوند اخیستل، د لومړیو ګلانو لیدل او د کوڅو شور او زوږ، روډولف سټوکرت (Rudolf Stuckert) دې ټولو عادي کارونو له کولو وروسته ورو ورو دا درک کړل چې ځینې خلک ولې حیرانېدل چې هغه څنګه دومره وخت د افغانستان په «ابتدایي» نړۍ کې تېرولی شي (۴۳).
Gray.jpg

جي. اې. ګرې

McKenzie.jpg

کیپتان جېمز مکینزي

Nilsson.jpg

سویډنۍ ارورا نیلیسن

په پای کې، د افغانستان په اړه هماغه زاړه افسانوي انځورونه پاتې کېږي، تر یوې اندازې رومانتيک او خیالي تصور د دې هېواد د وروسته پاتې والي په اړه، چې تر نن ورځې پورې هم د لوېدیځو رسنیو په نظر کې د افغانستان په اړه اغېزه لري. که موږ د کابل د توصیفونو بېلګه بیا راوخلو، نو وینو چې د نولسمې پېړۍ د لیکوالانو په پرتله، د شلمې پېړۍ بهرني لیدونکي د دې ښار ارزښت لا ښه درک کوي او په اړه یې ډېر مثبت نظر لري. لیډي ایملي فوربز (Lady Emily Forbes) په ۱۹۳۰مو کالونو کې لیکلي چې کابل د هغې لپاره «په نړۍ کې بې‌ساری ښکلا لري»، که څه هم افغانان خپله پلازمېنه دومره نه ستایي، ځکه د هغوی په نظر ښار لا تر اوسه کافي عصري شوی نه دی(۴۴). شاید د دې رومانتيک احساس تر ټولو ښه لنډیز ژان بوویه (Jean Bouvier) کړی وي، چې نږدې شل کاله وروسته له فوربز څخه کابل ته راغلی و. هغه لیکي:

کله چې د جنوب له لوري سفرکوونکی کابل وویني، د سپېرو ونو کړۍ، د شګوفو په رنګ غرونه چې سپینه واوره لکه لوګي پرې خپره وي او د مني په آسمان کې د بازار پر سر د الوتونکو مرغانو څپه، داسې احساس درکوي لکه د نړۍ پای ته چې رسېدلی وي. خو په حقیقت کې، هغه د نړۍ زړه او مرکز ته رسېدلی وي(۴۵).

د ثبتولو او لیکلو شرایط

د بهرنیانو له خوا د جوړو شویو سرچینو د اعتبار ستونزې یوازې تر نظر او تعصب پورې محدودې نه دي. هغه سخت او ناامنه شرایط چې ډېری بهرنیان ورسره مخامخ وو، هم یو مهم عامل دی چې باید په پام کې ونیول شي. مونټسوراټ الفنسټون چې د افغانستان «د هغه وخت د کابل سلطنت» په اړه یې لومړنی بشپړ توکم ‌پوهنیز اثر لیکلی و، د جورج فورسټر د سفرنامې په اړه انتقاد کړی. هغه لیکلي:

فورستر له کاروانونو سره د شپې سفر کاوه. هغه په هغه هېواد کې چې ترې تېرېده، ډېر لږ شیان په سترګو لیدلي وو او له خلکو سره یې نږدې اړیکه نه لرله، پرته له ښارونو. حتی په ښارونو کې هم د هغه اړیکه د وېرې له امله محدوده وه، هغه وېره چې د هر نابلده او خطرناک سفرکوونکي لپاره طبیعي وي. ښايي همدې اندېښنې د هغه لید او تجربې ته هم یو ځانګړی رنګ ورکړی وي(۴۶).

د انصاف له مخې باید دا هم وویل شي چې الفنسټون هېڅکله افغانستان ته نه و تللی، خو بیا یې هم د افغانستان په اړه تر ټولو مهمې، انتقادي څېړنیزې لیکنې کړې دی. د هغه انتقاد تر ډېره منطقي دی. نږدې هېڅ بهرني لیکوال په افغانستان کې په ازاده توګه سفر نه شو کولای او دا محدودیت دا پوښتنه راپورته کوي چې د هغوی راپورونه تر کومه حده دقیق او باوري وو.
که موږ د جګړې خبریال هینسمن (Hensman) بېلګه را په زړه کړو، نو باید دا هم په پام کې ونیسو چې هغه یوازې د جګړې پر مهال هلته موجود و. د کابل په اړه تفصیل چې هغه وړاندې کړی، که څه هم د وخت له مهمو انځورونو څخه ګڼل کېږي. خو خپله لیکوال هم منلې چې دا یوازې یو لنډ او بیړنی تاثر و. هغه په ۱۸۷۹ کال کې د بریتانوي سپرو ځواکونو سره د ښار د بازار له کوڅو څخه په تېرېدو کابل لیدلی و. هېنسمن لیکي:

موږ دا سفر ډېر په چټکۍ وکړ، کله چې یو څوک د لومړي ځل لپاره د یوه نیول شوي ښار له کوڅې تېرېږي، نو دا ښه سیاست نه دی چې ډېر وخت ودرېږي، باید تل په یاد ولرو چې دا ښار په غیرعادي (ناپېژندل شویو او ځانګړو) شرایطو کې لیدل شوی و(۴۷).

د تګ راتګ محدودیت یوازې د لومړنیو سفرکوونکو او د جګړې د وخت خبریالانو لپاره ستونزه نه وه. هغه متخصصین چې د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې یې په افغانستان کې کار کاوه، ډېری وختونه به د ښار دننه هم د ساتونکو تر څار لاندې ګرځېدل یا د خپل خوندیتوب لپاره او یا ځکه چې د ښار چارواکو غوښتل د هغوی حرکتونه کنټرول کړي. د بېلګې په توګه، د ورنر اوټو فون هنتیګ (Werner Otto von Hentig) او اوسکار نیډرمایر (Oskar Niedermayer) د ماموریت غړي په ۱۹۱۵/۱۹۱۶ کالونو کې د زیات وخت لپاره په کابل کې بندیان وو. هغوی به یوازې هغه وخت له خپل استوګنځي څخه وتلای شول چې ساتونکي به ورسره مل وو. بله بېلګه د اورورا نیلسن (Aurora Nilsson) قضیه ده، چې اړ شوې وه په حرم کې ژوند وکړي. د هغې لیکنې بې له شکه د ۱۹۲۰مو کالونو د افغان کورني ژوند په اړه مهم معلومات وړاندې کوي، خو پوښتنه دا ده چې د هغې د بهرني ژوند انځورونه تر کومه حده رښتیني او د ټولنې استازيتوب کولای شي، په داسې حال کې چې هغې یوازې د خپلې څادرۍ له لارې او هغه هم په محدودو وختونو کې، د کور له دننه څخه د بهر لید درلود؟

پایله او راتلونکی لید

هغه سرچینې چې د افغانستان د معاصر تاریخ د لیکلو لپاره کارول کېږي، ډېری وخت د هېواد د ژوند یوه کوچنۍ بېلګه او بهرنی لید وړاندې کوي. دا ډول لیکنې زیاتره د لیکوالانو له شخصي نظرونو او د هغه وخت له عامو فکري تمایلاتو نه اغېزمنې شوي. له همدې امله، په هغو کې وړاندې شوي معلومات اکثره یو اړخیز وي او تر یوې اندازې تحریف هم پکې موجود وي. د افغانستان د تاریخ ‌لیکنې په ډېرو برخو کې له همدې ډول سرچینو څخه استفاده شوې ده، خو دا کار کله ناکله د پوره دقت او انتقادي کتنې پرته شوی دی. له همدې امله، ځینې تعصبونه او ساده‌ انګېرنې په بدل شوي شکل د تاریخ کتابونو ته وردننه شوي او د حقیقت په توګه وړاندې شوي دي. سره له دې، ځینې غوره علمي څېړنې لکه د William H. McC. Gregorian، Ramin Schinasi، Tilman Grevemeyer او Nazif Shahrani کارونه، د دې عمومي تمایل استثنا ګڼل کېږي، ځکه هغوی د افغانستان تاریخ ته د لا ډېر دقت او انتقادي لید له لارې کتنه کړې ده. خو په عمومي توګه د افغانستان په اړه ډېر موجود ادبي او تاریخي متنونه زموږ په ذهن کې داسې انځورونه پیاوړي کوي لکه «وحشي او ناپرورده هېواد»، «وروسته پاتې او سخت ژوند لرونکې ټولنه»، یا «رومانتيک او له بهرنیو اغېزو لرې، خالص کلتور».
دا ستونزه یوازې تر تاریخ لیکنې پورې محدوده نه ده. موږ باید هېر نه کړو چې په دې مقاله کې وړاندې شوي ځینې تعصبونه تر نن ورځې پورې هم د افغانستان او افغانانو په اړه د عامو لیدلورو سره تړلي دي. لوېدیځې رسنۍ او سیاستونو دا هېواد د هندوکش په سیمه کې په ځانګړو کلیشو او ثابتو تصویرونو کې وړاندې کړی دی، داسې تصویرونه چې ډېر وخت د واقعیت بشپړ انعکاس نه وي، بلکې د پخوانیو ذهنیتونو دوام وي.
د استعماري دورې وروسته، چې پای یې د ۱۹۱۹ کال د استقلال جګړې (یا درېیمې انګلیس – افغان جګړې) سره تړل کېږي، د افغانستان د «وحشي ختیځ» په توګه انځورول لا هم دوام وموند. له هغه وخته راوروسته افغانستان په بیا بیا د مدرنیت او زاړه حالت، پرمختګ او وروسته پاتې والي تر منځ د ټکر د صحنې په توګه وړاندې شوی دی. همدا نظر هغه وخت هم راژوندی کېږي کله چې د کمونیستي رژیم او د هغې د ناکامۍ په اړه خبرې کېږي. همدا انځور د ۱۹۶۰ او ۷۰ لسیزو د ټولنیز دوه‌ګونیتوب په بحث کې هم څرګندېږي، کله چې په پلازمېنه کې وده کوونکي ښاري اشراف ورو ورو له خپل کليوالي چاپېریال څخه جلا کېدل(۴۸). همدا پدیده بیا د پاچا امان‌الله هغه افسانوي پارلمان کې هم وینو، چې په ۱۹۲۸ کال کې یې په پغمان کې جوړ کړ.
دا د افغانستان لومړنی لوېدیځ‌ډول پارلمان و چې د بریتانوي خبریال رولنډ وایلډ له خوا مشاهده شو. هغه په طنزي او له تمسخر ډکه ژبه لیکي چې د دې غونډې لپاره د ټاکل شوو «پارلمان غړو» ږیرې وخریل شوې او هغوی مجبور شول چې فراک کوټونه واغوندي او لونګۍ لرې کړي. د امان‌الله له نظره، لکه څنګه چې په روم، پاریس، برلین، وینس او لندن کې خلک بهر کې خولۍ اغوندي، نو «د نوي افغانستان اتباع» به هم همداسې کوي(۴۹). خو پاچا بل کال د غرونو له یوه وسله‌وال پاڅونګر له خوا نسکور شو.
دا ویل سخت دي چې په دې کیسه کې کومه برخه تر ټولو ډېر ځورونکې ده، اجباري لوېدیځ ‌پالنه که د لوېدیځ خبریال تمسخر. په راتلونکي کې د افغان هویت پوښتنه به تر ډېره پورې په دې پورې تړلې وي چې افغانان ځانونه څنګه ویني او څنګه تعریفوي. نوې څېړنې به ښايي د افغان تاریخ‌لیکنې لپاره لا متوازنه او علمي لاره برابره کړي. بل اړخ ته دا هم مهمه ده چې بهرنۍ نړۍ افغانان څنګه درک کوي. په همدې اړه د امیر حبیب‌الله یوه وینا د یادولو وړ ده:
«هغه څوک چې د کور دننه وي، تر هغه چا ډېر پوهېږي چې له کوره بهر وي»(۵۰).